پښتون زلمي ته

پښتون زلمي ته
ګرزه ملا تړلی لـــــــه وســــــــلو ســــــــــــره
جار دې شم زلمـــــیه لــــه پښـــــــــتو سره
زړه د دښمــــــــــــنانو دې لــــــــــړزانــده وي
ســـــتا د شـــــجاعت لــــه زلــــــزلو ســـــره
خاوره د وطـــــن بــــې مـــــیو مســـــــته ده
ستا د احساســـــــاتو لــــه څـــــپو ســــــره
زمــــا قـــــلم او ژبـــــه دې تر خــــــاورو شي
ســــم کــــه نشــــي ســــــتا له قدمو سره
پل کېږده چې ســـترګې درتـــه کــــېږدمــــه
زړه ســـــره، له ســـر او لـــه لېــــمو ســــره
فخـــر کـــــوه، خــــانـــــده چې در جار شمه
دا وطــــن د تـــــا دی لـــــوړو غـــــرو ســـــره
ګرمه کړه ګرمـــــي د خــــپلواکـــۍ پســــې
ای د اور بڅــــــرکې لــــــــه لمـــــبو ســـــره
بـــاز کــــه ســـتا په کــور بــې ځـایه والوزي
وبه یې ســـوزي ځـــــاله بـــه بچــــو ســـره
جار دې شمه، جار دې شمه، جار دې شم
جــار دې شــم زلمـــیه لــــه پښــتو ســــره
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *