خاندي لېونی

خاندي لېونی
خانـدي لېــونی چــې په جنــون کـــې به لا څه وي؟
ګوره چې د عشق په مـوج خــون کې به لا څه وي؟
مست چې د ساقي په یوه عتاب پیاله نسکوره کړه
خــدازده د ذاهـــد پـــه شبـــيخون کې به لا څه وي؟
خــام پــه یــوه جــــلوه د ترکـــو ناز لېـــونی کړی دی
ګـــوره چې د مينـــــې په تړون کــــې به لا څه وي؟
مــــونږ تــه لـــــه زړو نه لا زاړه غمــــــونه پاتـــې دي
خدازده چې د عصر نوي یون کـــــې به لا څـــه وي؟
تورې چې په سپيـــنه ژبه ســــــر د انسان لرې که
ګوره د اتوم پـــــه ســــــره لړمون کې به لا څه وي؟
ســـــر زمــــا د قوم همېــــــشه نورو ته خاورې شو
آیا چې په برخه د پښــــتون کـــــې به لا څــه وي؟
خـــوزي زلــــزلې بیــــا د نــــړۍ پــــه تنــــاوونو کې
ګــــوره چپـــــاوونو د ګــــــردون کــــې به لا څه وي؟
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *