راتــــــــیریـــــږي د زنــــــــــــدان لــــــــــه دېوالونو
د زمــــــــان د قافلــــــــــې نــــــــــــوې جـــــرس
هــــــــر آواز د آزادۍ چـــــــــــــــې رارســـــــېږي
زما په ستـــــوني کـــــــې قوي شي یو په لس
دون هــــمت په یـــــوه ګوله باندې تسليم شي
مــــرد بــــه نشـــــــــــــي په ګولۍ له ځایه پس
بــــې لـــــــه تیــــــــــغه بلــــــه لار ورسره نشي
چــــې نـــــه کــــــور درتــــه پــرېږدی او نه جوس
ګــــوره ګــــوره چـــــې ګرېوان یې خوشې نکړې
څو دې مټې ځــــــــوې لاس وي ځـــــــودې وس
د دې تــــــور زنـــدان قــلـــفونه رېــــــــز مرېز کړه
نــــامــــــردي ده قبــــــــــــلول د دې قفـــــــــــس
پــــــــه مـــــردۍ او ازادۍ بانــــدی یــــی تېر کړه
څـــه کــــه ژونـــد دې یوه شېـــــــبه وي یا نفس
سره یو شۍ درواري شم خورو شم خورو خلکو
د سېـــــــلاب مخـــــې تــــه نـــه درېــږي خـــس
پــه وطـــن مــــې خپــــــل وطــن بـــه خـلاصومه
خلـــکو نـــه لــــــرم پــه زړه کـــې بـــل هـــــوس
سلیمان لایق