د ښځې ژړا

د ښځې ژړا
مه مې خندوه نارینه نه یم د خندا
زه یوه ناره یم د غمونو د دنیا
ستا په زندانو کې مې پېړۍ پېړۍ ژړلي
نشته راکې توان نور د غمونو د ژړا
زه د ژوند جوهر، د عشق ډيوه، د انسان مور ومه
تا کړمه نانځکه د شیطان د مشغولا
کله دې اسیره د زنځیرو کړم د زرو
کله دې کړیو کې بندی کړم د طلا
دا زما په لاس کې کړۍ نه دي اتکړۍ دي
زما د غوږ لښتۍ د وینځیتوب دي برالا
زما د سرو پېزوان د غلامۍ د ذلتونو
زما د غاړې هار مهار د ظلم دی د تا
ما د ازادۍ یوازې نوم دی اورېدلی
ژوند مې شو لوګی د دې عنقا په تمنا
زه په ټول تاریخ کې ملعبه ستا د شهوت ومه
یا یوه تحفه د ستمګرو د رضا
کله به چې خرڅه شوم نانځکه که کنیزه وم
پښې به مې شوې ماتې هر ظالم ته په نڅا
لرې له همزولو، له وطنه، له ملګرو نه
سترګې به مې پوچې کړې غمونو په ژړا
لاره د هوس کې هر فاسد د پټکي ګل کړمه
ځای کې د عزت بیا بې عزته د هر چا
ستا شوه امیري شوه، که میري شوه، که خاني شوه
زما شو، که آفت شو، که ذلت شو که بلا
اوس راسره مات کړه د تاریخ دا زنځیرونه
ایسته که له لارې تور دامونه د جفا
زه د انسان مور یمه درنه یمه ازاده یم
دا د بنګۍ زولنې لیرې که له ما
کابل ۱۶ر۱۲ر۱۳۵۱

سلیمان لایق

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *