وویل ګلوټ زه په پردیو ژبو نه پېږم
غواړم چې خدای وستایم خو خپله په پښتو ژبه
نه سمېږي زما لیونۍ مینه په لمانځلو کې
خدای نشي ساتلی زما په خوله کې د پردو ژبه
دغه خدایي برخه امانت ده له پښتون سره
یو حرمت د خاورې، بله خپله د پلرو ژبه
ما لا په زانګو کې په دې دوو ایمان راوړی و
یوه د وطن مینه، بل د مېندو د للو ژبه
نشته د پښتو ساری په دغو غبرګو برخو کې
خدای ته د زاریو، او دښمن ته د مرچو ژبه
ما ته د تاریخ له چپاوونو همدا پاتې ده
دا ژبه، د غرو ژبه، د ښکلو پښتنو ژبه
دا د ورورګلوې او ملاتړ او میلمنو ژبه
دا د ابدالیانو او سرتیرو پاسنو** ژبه
_______________
*- ګلوټ د غزني د ولایت د ډیلي په سیمه کې یو سرکش کوچی
**- پاسني: کنداری نوم دی. د زابل پښتنو ته استعمالیږي
سلیمان لایق