د مينې لار اوږده ده، په ورو ورو به سره ځو
بې چيغو ، بې ځګېرويو ،بې نارو به سرو ځو
د ورېځو په ورېښمين پړي به خښې کړو منګولې
د برخو د تقدير تر سرچينو به سره ځو
دوينو دغوټيو حال به يوسو تر منزله
دګل د سپړېدلو په ښکالو به سره ځو
په شپې باندې به وروړو درڼا وو چپاوونه
دلمر دهر کليو تر سپېدو به سره ځو
که اوښکې تو پاني شي موږه ډوب کړي په څپو کې
خمونه به خالي کړو په لامبو به سره ځو
که لاره تر مقصوده د اغزو جوړه کوڅه شي
پښې به لوڅوو په نڅېدو به سره ځو
پلۍ پښې به پرېکړو که يې وس د منزل نه وي
په سترګو به روان شو، په لېمو به سره ځو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د (سندرې په سویو واټونو کې) له نوې چاپې شوې ټولګې څخه.
سلیمان لایق