تاته چې درګورمه سترګې مې رڼا رڼا رڼا شي
تا چې څنګ کې وینمه ټول جهان زما زما زما شي
مورې مورې مورې ته زما هرڅه په خړه ځمکه یی
ته زما ادې یی ته زما ببو زما ادکه یی
عمر دې ډير شه تانه دې قربان توله دنیا شی
تا لرم هرڅه لرم دنیا لرم
ژوند لرم امید لرم عقبا لرم
نه لرمه بی له تا څه نه لرم
لوی د خدای نعمت یوازې تا لرم
مورې مورې مورې ګرانه له هرچا نه راته ځکه یی
ته زما ادې یی ته زما ببو زما ادکه یی
عمر دې ډير شه تانه دې قربان توله دنیا شی
تا دې خدای لري راته زما ببو
خاورې یم ایره یم بې له تا ببو
ته راته تر هرچا مهربانه یی
سر او مال مې ساتي ستا دعا ببو
کاش چې دا خپل عمر مې هم تاته درکولای شوای
دید مې د دوو سترګو دربخښلی شوای
مورې مورې مورې ته د دنیا حوره ملایکه یی
ته زما ادې یی ته زما ببو زما ادکه یی
عمر دې ډير شه تانه دې قربان توله دنیا شی
ګودر ځاځی
1391/03/15