بې له ځپلو بل یو کار نه لرو – ګودر ځاځی

بې له ځپلو بل یو کار نه لرو
په هیڅ ډګر سړی د کار نه لرو
بې لارو هم آخر مالومه وي لار
مونږه بې لارې یو خو لار نه لرو
قاتل مو اوس هم لا ژوندی دی مګر
آیا مونږ خلي یو؟ آزار نه لرو؟
خدایه دا څنګه ګناکار یو مونږه
یو داسې مشر وفادار نه لرو
راځئ چې مونږ هم ډک له بمو ورشو
بله چاره د انتحار نه لرو
(ګودره) څومره چې له خپلو تښتو
دومره له نورو څخه ډار نه لرو
ستاسو کشر…ستاسو ګودر
26/می/2013
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *