ځینو ته پیر یمه او ځینو ته بیخي ښایسته یم
خو ستا مرید یمه او تا پسې خفه خفه یم
زه په اوبو هم بلېدای شم خو که بله مې کړئ
زه د کنړ لرګي نه جوړه #ډیوه_ګله مړه یم
وطنه دومره په ځان پوه یم چې #بې_تا شوی یم
نور نه پوهیږم چې زه چېرته یم، له چا سره یم
نه پیدا کیږي څوک، دا دوه ټکي احوال دې راوړي؟
چې اوس بیماره نه یم، ښه یمه او ډیره ښه یم
که د سرو زرو وای نو تا به په اوربل ټومبلی
اوس دې د خت لمن کې ښخه بې بها #سکه یم
د چا له پامه غورځېدل خو داسې وي #ګودره
د ورځې خپله درملنه کړم او شپې #نشه یم
ګودر
جون ۱۴ – ۲۰۲۳ – اسلام آباد