چاوی؟

چاوی؟
چاوی چه د مینی ګل رژیږی نه؟
داسی ګل هډو ځما یادیږی نه!
سل ځله که راشی پسرلی په ما
زړه هغه غتی ده چه غوړیږی نه
لاړه مروره شوه ځوانی ځما
بیا په ننواتو پخلا کیږی نه
تل می شوه کږه د ځلمیتوب ونه
وچه ده دا لښته بیا سمیږی نه
ستا د زلفو ټال کی به ویښ زانګمه
خوب نه مار چیچلی بیا ویښیږی نه
اور چه د حسرت شی په ګوګل کی بل
تشو او سیلو سره سړیږی نه
ممری دی رڼا د زړه، که ومری نو
دا ډیوه له سره بیا بیلیږی نه
تل به په پژواک باندی خندا کوی
د ستورو سپینی سترګی چه شرمیږی نه.

عبدالرحمن پژواک

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *