د انسان زرګونه پیکرونه

د انسان زرګونه پیکرونه
چی د پاکی اوآسمانی ارواح ځای و
ټوټې، ټوټی لویدلی دي
هغه سرونه چی پرته له سجدی، نه ټیټیدل
هغه سرونه چی پرته له کاراو دعا نه لوړیدل
هغه پښې چی پرته له عبادت ځایونو اوکروندو چیرته نه تلې
ټول په خپلو ایروکی ویده دي
هغه ایرې چی سکروټې به یې د تل له پاره ځلاندې وي
او د ارواګانو تودې اوروښانې لمبې به یې دسړو جسدونو تر شاوخوا طواف وکړي.

سلام پر تا ای ناپیژندلای او پردﺉ شاعره
چی ستا پیام “مجاهدینوته په شبنامه کی” چی په هغې کی دافغان آزادي غوښتونکومظبوطې جګړې ته نه “ماتیدونکی الماس” وایی
زما سلام د هغو درودونو انعکاس دﺉ
کوم چی د”ناهید” د وطن
هغې لور
هغې ځوانیمرګې شهیدې ته دې استولې ده
او د ښځو، نرینه و، اوکوچنیانو
روح ته دې
پر باطل باندې دې د حق
له اسارت سره دې د خپلواکۍ
له تیری سره دی
د ناموس
جګړې ته
ژوندبښلی 
ارمغان کړﺉ دې دﺉ.

عبدالرحمن پژواک

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *