تل سمسوره ، تل ښېرازه ، تل بهاره
د افغان د پگړۍ گله درنه جار شم
ددښمن د سترگو خاره ، افتخاره
ننگرهاره ، ته شمله زموږ د پت شوې
ټینگ مورچل د افغانانو د عزت شوې
لکه غره غوندې ولاړ یې پنجابي ته
حماسه د افتخار او د غیرت شوې
پر موږ راغلې د پنجاب تورې لښکرې
تورې « خېټې » تورې خولې ، تورې خبرې
خو سبا به بیا په منډو منډو تښتي
خړې سترگې ، جېنگې داړې ، لنډغرې
سر دې ټیټ کړ د پنجاب د زورورو
د انگرېز د غلامانو ، یرغلگرو
ته په خپل پرتم ولاړ یې ننگرهاره
درنه تښتي قافلې د لنډغرو
* * *
پر گلشن مې د کارغانو یرغل راغی
د تورمخو پنجابیانو یرغل راغی
مورچلونه ورته نیسه وطنداره !
دعربو مزدورانو یرغل راغی
ورته ګوره چې په منډو شیخان تښتي
له گلزاره ننگرهاره کارغان تښتي
له لنډۍ تورې دې جار شم وطنداره
له هیبته یې زنگي غلامان تښتي
د روښان په کاله توره غدۍ راغله
په بهار باندې د ژمي سېلۍ راغله
د غیرت زغره دې واغونده هېواده
له پنجابه د اورونو ږلۍ راغله .
سوزېدلی دی ، ویجاړ دی وطن گوره
په سرو وینو کې ولاړ دی وطن گوره
سر یې ټیټ نه شو د هېڅ دښمن په مخ کې
سور بیرغ زموږ د ویاړ دی ، وطن گوره .
کابل
وری – ۱۳۶۸
عبدالرحمن پژواک