اما د یوه مجهول غبار پشان
لکه چی ستاسو په هیوادکی کوم غرو اورشیندونکی
او د هغه دوړي پرمخونوکیني
هوکی: ستاسو ایرې زموږ باړخه درنوي
هوکې! اما
لکه څنګه چی ته پخپله وایې
کوم څه چی له تاسونه موږته رارسیږي
پرته له یوه سیاسی ایره بل څه نده
داسی سیاست چی د خپلواکی دښمنانو پشانی وسپنیزندي
کوم اور چی له غلیمه موږته رارسیږي
موږ وژني اوتباه کوي
سیاسی ایرې موږ ړندوي
نه پوهیږم چی په پای کی
دښمن به موږته تلپاتې ژوند وبخښي
یا به ناتوانه نابینا واوسو
او د ناپایو تورتمونو اسیر!
اما ښه پوهیږم چی:
که چیرې دبشریت وجدان کانون سوړشي
د کایناتو رڼایی به ومري
او ستاسو اورشیندونکي
او د آزادې نړۍ ټول اورشیندونکی به په ټپه ودریږي.
عبدالرحمن پژواک