اې د سپېدو رازه

اې د سپېدو رازه
اې د سپېدو رازه دغه توره شپه سبا کړه
ما ته په تورتم کې يوه د لارې ډيوه راکړه
زما په روح کې کر کړه د خپل شعر ابدي ګلان
ما له مينې پرته له هر شوقه را جلا کړه
زما د خيال پر تخت باندې د اوښکو غمي کېنوه
ما د عشق د ستورو پر آسمان باندې پاچا کړه
زما په سړه وينه کې د اور سکروټې وشينده
ما ته په خپل زړه کې يوه د لمر جونګړه راکړه
زما چيغو ته ورکړه د منصور د ترانو ژبه
ما د هر مجنون پر ځاى ګډورى د ليلا کړه
دا مين شاعر د هر فرهاد د قربانۍ په دود
نذر د سرونو ته قبول رد بلا كړه
اې د رڼا پلاره جګي جګي ماته ووايه
چا زما په خټه کې دعشق ډيوه رڼا کړه
چا په ناڅاپي يرغل د ستورو په واټونو کې
دود د قربانۍ کې د لايق برخه تالا کړه
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *