خپلو نازولو ته د يار سندره ووايي
پرېږده چې قاتل حسن د مينې لېونيو ته
زر وارې د دار او ديدار سندره ووايي
غشي ښخوه زما په زړه پروا يې مه کوه
وخت به په تکرار د هر پرهار سندره ووايي
راشئ چې په يوه آواز د لمر ستاينه پيل کړو
نشي عظيم لمر ته يو غبار سندره ووايي
سخته ده لايق ته په تش ځان په سرو واټونو کې
مړو ته په غوږو کې د پيکار سندره ووايي
سلیمان لایق