ډېر کلونه تېـــــــر شول چې له تانه جدا شوی یم
وړی اندېښنـــــــو یم مجســـــمه سودا شوی یم
هر ګل چې خندلي یو ځـــــل ما ورته ژړلــي دي
هر اور ته پتنګ هرې غنچې ته بـــورا شـــوی یم
هـــر څــو که زمـــا ګــــناه لــــه تاســره لا پټه ده
څه وکړم مګر چې خپل ضمير ته رسوا شوی یم
نورو که خندلي خپل اقبـــال ته یــې خندلي دي
زه خپـــلو غـــمو ته ناڅــاپي په خنــدا شوی یم
سلیمان لایق