تـو لعنت په دې شـملو شه، لادي جـگې نه شـرمیږي
دا دچرگ لکۍ ته ورته، شملې واچوۍ په ځمکه
دا دشــرم او مــاتې نـښې، پـښـتـنوتــه نــه ښـایـیـږي
شـمله هـغـلته شمـله وي، چـې پـه نـربانــدی وي لکـه
اوس به هر کډو جگیږي، اوس به هر”اجړ” خوریږي
خدایه دادې څه را وکړل، چې یو نر دې راپرې نښود
هـر کـمر تـه چـې تکـیه شـوو، لکه شـگه را شـړیـږي
یو«میرویس» په مونږ کې نشته، چه گرگین لارې ته سم کړي
یو «شیرشاه» راپورتـه نـه شو، چې مغل ته ودر یږي
سلیمان لایق