جوړ کړ زما ملګرو خامو خټو څخه څلی
ډیر یې جوړولو کې ربړونه ومنل
ور یې د خانانو غوندی خیټه کړه د شګو
څټ یې ورته جوړ کړ دهاتي غوندې ډبل
کې یې ښود په لوړه ګوندې ژبه یې ګویا شی
خلک یې هغه ته له هر لورې رابلل
خلکو به چې کوت دا خیټور بې ژبې څلی
سم یې له لیدو سره په کټ کټه خندل
راغی یوه ورځ د حوادثو توپان راغی
تالندې خورې شوې بارانونه اوریدل
ړنګ شو تر اوبو لاندې د خامو خټو څلی
لوټې توییدلې او ملګري ځوریدل
کله چې د خټو بت راپریووت او نسکور شو
ما عبرت زده ورته حیران حیران کتل
هیڅکله به نشي خټین بت د یادګار څلی
خوشې ابته دی دغې لارې کې تکل
سلیمان لایق