د رنګونو ماښام

د رنګونو ماښام
له مستۍ یې په ګریوان باندې جام واوښت
سور سیلاو یې د بلورو په بام واوښت
سره څپه یې راخوره شوه په مرمرو
په سپیدو یې د رنګونو ماښام واوښت
څو یې سترګې د پیالو په جنګ کې سرې شوې
زموږ د زړونو پر ښارونو یې لام واوښت
چې د نوش آواز یې جګ شو په محفل کې
د ساقي له تول او کچې نه جام واوښت
شیطاني مسکا یې پلنه شوه پر شونډو
پر قاتل د بلهاریانو اکرام واوښت
دې لا ست د بوسې نه و چاته کړی
چې له لاسه مې د صبر لګام واوښت
څه قهاره ده د عشق وحشي غوښتنه
چې پر ټول عالم یی رغنده ګام واوښت
ساقي توی کړه دا ور پاتی سکروټې
چې پر ما د ځان د سولو ابرام واوښت
خرابات د شهیدانو هدیره شوه
چې له خپلو عاشقانو یې پام واوښت
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *