دا ملګــــــــري د ټــــــــيټانو دغــــــــــــــه یون
له غـــــــروره مې ســـــــــر کوز نشو فلک ته
څومره لـــــــــوړ دی دا زمـــــــــا د خودۍ یون
دا افسوس دې چی خپل ورور راسره نه ځي
دا جـــــاهــــل، دغــــه ناپـــــــــوه، دغه جبون
کنـــــــې مـــــــــــا بـــــه دا تاریـــــخ وو اړولی
په تقدیــــر بــه می وهـــــلی وو شبـــــــخون
که اسمان هر څــــــو څپېــــړې په مخ راکړې
تســــلیم نه شـــــو دا زمـــــــــا زلمی جنون
یو زمان بـه ددې خلکو په ســـوک مات شي
هغه ســـــر چـــې جــګ اســمان ته وو پرون
سلیمان لایق