په اوسيلو کې يې بادونه دبهار رېږدي
په تاندو شونډو يې ګلونه د ګلزار رېږدي
تور ماښامونه يې دزنې پرخال وغوړېدل
ليلة القدر کې يې ستورى د سهار رېږدي
چې د پڼو چغار يې خور شو په ويشتلو زړونو
دشوق په چيغو کې هډونه د بازار رېږدي
په تور نرګس يې را چاپېر شوو نسترن ګلونه
په آيينو کې يې رنګونه دزنګار رېږدي
ځواني يې نيا ل کړې په غومبورو کې داور سکروټې
په سرو کولکو کې يې وړانګې دانګار رېږدي
په تور ګرېوان يې دزرتارو غشي وويشتلم
دزړه شهيد مې بل ګوزار ته ناکرار رېږدي
چې دنازونو سباوون ته څڼې وغوړوي
جادو د مشکو ته يې عطر د بلغار رېږدي
لايق بل څوک دى دهوډ پالو سربايللو شاعر
چې دزخمي وطن په تبه کې بېمار رېږدي
سلیمان لایق