زما وطنه!

زما وطنه!
ای زما ښکلی وطنه زما تنه
زما کوره، زما ګوره، زما عدنه
چې ناارام شم، ته مې ویاړې، ته مې نازې
ستا زانګو د بابا غېږ د مور لمنه
زما په ډډو د ګلانو پالنګ لګي
که هر څومره د ستا خاوره شي اغزنه
په درو کې، په سیندو کې، په رغو کې
په هر ګام کې دې د ژوند سندره پلنه
هره تیږه دې له شوره او زوره ډکه
د فرنګ د یرغلو دندان شکنه
ستا په پښو کې سپېلنی شم ویاړنی شم
ای زما ښکلی وطنه زما تنه
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *