که لایق د خپل هېواد وفادار نه وای
هسې رنګه به هېر شوای او خوار نه وای
که مې زړه د زړورو په لار نه تلای
هر طرف به پرې د تورو ګوزار نه وای
که مې غږ د خلکو نه وای اوچت کړای
د تورونو په چپاو به آزار نه وای
شاعرۍ ته به مې لاس نه وو وروړای
که مې قام سره د زړه اختیار نه وای
زمانې که زما درد وای ازمویلی
هسې رنګه به ساکت او قرار نه وای
ما به څه له زړه نیوو د اور لمبو ته
که د ژوند سره مې خیال د قمار نه وای
سلیمان لایق