څه که دځوانۍ لېونۍ ورځې له ما تېرې دي
مه نګېره ساقي چې دلمر لوڼې له ما هېرې دي
لا چې د تو بې په فکر ځمه د جومات په لور
سترګې مې دلارې په بربنډو کې چا پېرې دي
ناسته دملا ښه ده ، که مسته واویلا ښه ده
پورته کړه پياله چې دغه پوړندې بيا چېرې دي
اور ورکه رباب ته چې ساړه عمرونه وزغمو
دا بې کيفه عمر که دوه ورځې شي هم ډېرې دي
زموږ نارې دعشق د پرهارونو سرې سندرې دي
دا چړې د ټولو عاشقانو په زړه تېرې دي
ننه په پياله کې دجانان څڼو ته وګوره
تورې شپې دلمر په اننګونو تېرې بېرې دي
مه څښه په شېخانو دا سپېڅلې دانګور وينه
دوی ته په کچکول کې دخيرات اوربشې ډېرې دي
مه نګېره لايق چې د مفتي فتوا په ومني
موږ چېرې او موږ ته ددې خره خبرې چېرې دي
سلیمان لایق