ساقي

ساقي
ساقي ماته ســــــره اورونه را د څښلو
څه د ســـــولو څه د ځان رســـــوا کولو
هســـــــې اور چې لیونیو سره ښایي
تـــــوفیـــــــــــق راکړي د ګلان د څیرولو
په مستـــۍ کې رانه حزم د سر واخله
مجــــــــــــال راکړه د خپل ځان فدا کولو
ستا د شـونډو د ګرمۍ نه قرباني شم
ستاله اوره ستاله شوره ستا له سولو
څومره څـومره چې سوځېږم نه مړیږم
څه قــــــــــدرت لرم د ځان رسوا کوولو
له ځيــــــــــګره مې د وینو فوارې ځي
چې مشـــــــــغول یم د وطن په یادولو
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *