ما ويل په پښو مې درست جهان در پسې وغوښت
دې ويل اګاه يم په دې در به درو زه
ما ويل زخمي زړه به مې څوک دارو درمل کړي
دې ويل په ښکلو او خوږو خبرو زه
ما ويل درست عمر مې په داد و فرياد تېر شه
دې ويل اګاه يم په دې بې اثرو زه
ما ويل په سينه دې دوه کوتري دي رپېږي
پرې مې ږده چې لوبم په دې دوو کوترو زه
ورانه له خندا شوه ويل يې نه نه نه نه نه!
څوکې به در نه کړم د دې دوو وزرو زه
ما ويل که مړ شم کوم نظر به مې ژوندى کړي:
دې ويل په دغو دواړو جادوګرو زه
ما ويل رقيبانو را تريخ کړى زما کام دى
دې ويل چې خوږ بې کم په سرو شکرو زه
دې ويل زما په ګريوان نشته مرغلرې
ما ويل جړاو بې کم په مرغلرو زه
دې ويل ملايان زموږ په مينه خبر شوي
ما ويل خبر يم په دې بې خبرو زه
دې ويل په ښار کې وفادار ملګري نشته
ما ويل چې خير دى، د غرو کمرو زه
سلیمان لایق