بې مطلبه بې مطلوبه هره خوا وهي ګامونه
نه پوهېږم کوم پلو ځي دا زموږه کاروانونه؟
په دې ګډې قافلې کې نه مجنون شته نه لیلا شته
چاته یوسو ارمانونه؟ چا ته وژاړو غمونه؟
په دردو یو اخته شوي نه طبیب شته نه دوا شته
څه بې ځایه کټېدلي دا زموږ زاړه دردونه
کاشکې نه وای یو ځای شوی له دې ورانې قافلې زه
یا بدله وای دا ځمکه او یا نور وای دا کلونه
ویښ به نه شي دغه قوم که نغمه شم سر تر پایه
که رباب غوندې ګویا شي د لایق د زړه تارونه
سلیمان لایق