که په عربو پسې راغلل پرنګي پوځونه

که په عربو پسې راغلل پرنګي پوځونه
زموږ ساده غولول شي ملایان به څه شي؟
که یې له تاسې نه ستنې کړې د خلیج صدقې
تاسو به څه شئ وهابیان او جهادیان به څه شي؟
که په عربو باندې بندې شوې د تیلو روپئ
دا د صحرا سوي کربوړي عربان به څه شي؟
که امریکا درباندې کوز کړل د اتوم بمونه
ابن لادن او امارت او ط ا لبان به څه شي؟
که د پنجاب ګيدړ حاکم شو په روهي زمریو
امیره وایه مستقبل افغانستان به څه شي؟
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *