څو غوټۍ ورته خندلې بهار تېر شو
لا مسکا یې کړې نه وه چې وار تېر شو
د شېبو د تېرېدو په هنګامه کې
ژوندون سترګې خلاصولې قطار تېر شو
ما پیاله پورته کوله چې ځان تود کړم
زه لا نه ومه تود شوی انګار تېر شو
رنځور زړه مې رغاوه د یار په سترګو
د برېښنا په منډه یار او بیمار تېر شو
سلیمان لایق