ملا باندې يې ځوړنده د څڼو توره توره

ملا باندې يې ځوړنده د څڼو توره توره
شونډو نه يې سره برېښنا خوره د خونکارۍ
تي يې په زانگو د اوسېلو کې ښکته پورته
هسې خوځېدل لکه په موج جوړه هيلۍ
غېږ يې پرانستلې لکه گل د سبا باد ته
خوله يې له خندا نه ډکه کړې وه مستۍ
سترگو ته يې ميو و ورکړى رنگ د وينو
لږ را غونډې شوې، تنگې شوې، خندنۍ
راغلله ورو ورو لکه دانه بېړۍ ساحل ته
تللې له خپل ځانه مستانه او لېونۍ
ورانه له خندا شوه، وې يې گوره لېونيه
نه به تل ځوانى وى، نه شراب او نه شهۍ
وتړه کتاب، شيشه راواخله د شرابو
ځغلى زه يې وينم، يو په بل پسې گړۍ
نيسه مې په غېږ کې، هسې نه چې خوب مې يوسي
وړى را نه واک دى، د شرابو بېخودۍ
ما په شرمېدلى آواز وويل، افسوس دى
نه لرم توفيق ستا د لبانو د گرمۍ
زه د وچو دښتو لمر وهلى پوونده يمه
چېرې وچ اغزى، چېرې د گل تازه غوټۍ
شرم را ته برېښي چې د ى خوله په شونډو کېږدم
څارى مې د ولس سترگې، لا يوه گوله ډوډۍ
زه لا روږدى نه يم په محفل د ښاپېرو کې
خېژې مې له زړه نه، لا فرياد د غريبۍ
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *