ددی دوران په شخړو او ټکرو کی موږ څوک
د وخت په خونړیو نا ببرو کی موږ څوک
جګړه د آزادی خو د اتوم ښکرونه غواړی
د دی غوایی تاریخ په ښکرورو کی موږ څوک
قدرت د لویو کونو، جمدرونه د کدوانو
د کونی او کدو په بختورو کی موږ څوک
جامی له تنه باسی څوک چی دی شخړی ته وزی
په لیکه د بیشرمو لنډغرو کی موږ څوک
میدان د توپ او تانک د عظیمی او د تڼی شو
د روس او امریکا په ځناورو کی موږ څوک
د سنیو څرخی نشی د یعقوب د زوی د بیی
د مصر د بازار په سوداګرو کی موږ څوک
جنت د خیټورو د جومات او مدرسی دی
په دی نښتی نس په خیټورو کی موږ څوک
کافر وطن ته راغلو د ملا له تکفیرونو
اسلام یو را شړلی په کافرو کی موږ څوک
ماشوم د افغانیو د کلدارو دیو ته پریوت
په مارک او په سترلینګ او په دالرو کی موږ څوک
سردار چی سر پری کیښود د بی سرو څه اسره ده
لایقه دا لا پریږده په بی سرو کی موږ څوک
سلیمان لایق