وروستنى جام

وروستنى جام
په اوښکو نه ټپېږي هغه اور چې پخوانى وي
په صبر نه رغېږي هغه درد چې ځنډنى وي
بېګا مې خپلې چېغې په دننه کې ياغي شوې
دستوني ورمې بند کړ چې فرياد به لېونى وي
ژوندون دتلونکو خلکو يوه روانه قافله ده
هر يو به روانېږي که هر څومره پستنى وي
ورځه مخ ته دې ښه شه د ګردۍ ځمکې اسيره
په تګ کې چې څوک نه نګوښي رښتينى مېړنى وي
ساقي راځه چې مات کړو دجامونو پرهېزونه
وېرېږم دا راغلى پسرلى به وروستنى وي
دا څه که په يوه دور زموږ تنده ماته نه شوه
يو جام به دهستۍ له ټول دريا به څښلنى وي
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *