ویده دریاب وم په څپو پسې روان سومه

ویده دریاب وم په څپو پسې روان سومه
بادونو ویښ کړمه لاروی د توپان سومه
تورې کیږدۍ سره مې غوټه کړه د هیلو هڅه
د بې تقدیره پردیسانو غزلخوان سومه
د وخت مغلو ته مې وایسته له تیکې توره
تقدیر مې جنگ شو د خټکو خوشحال خان سومه
د پښتو شعر ته مې ورکړه د رزمونو ژبه
د خدای قلم سومه، ناره سومه، فرمان سومه
په اور اخیستو گودرونو کې د سویو بتو
پاتې سندره سوم، تاریخ سومه، زمان سومه
په تورو شپو کې له دیوانو سره وجنگیدم
د خپل وطن د اساطیرو سلیمان سومه
‏اوس مې در نیسئ په پلو کې د ښرنې نجونو
‏د بیابان وم دوباره د بیابان شومه
سلیمان لایق
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *