وطن ته

وطن ته

تا باندې څه وشو چې غلام د هر غلام شوې
ته د میخانې پاچا په څه ګدا د جام شوې
تا ته د آسمان کاسه یو تش کچکول د فقر و
ولې اوس په تور د درویزې باندې بدنام شوې
ژوند که تش اسلام وي، بل ترتا مسلمان چیرې دی
ولې د کافر په خوله رټلی د اسلام شوې
نن چی اورنګ توره خوشحال خان ته خوځولې ده
ولې له ایمل او تاترې سره لیلام شوې؟
سلیمان لایق

Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *