نه یې غمخور، درته سندرې نـــه کـړم
ته هــم زمــا د کـــورنۍ په شــان یې
بس دی په کور، درته سندرې نــه کړم
د زړه په زور مــې لږ څــه پوه کړلې خو
د زړه په زور، درتـــه سنــدرې نــــه کړم
ستــا د دوو ســترګو پـــوروړی یـــم خـو
دا دې هم پور، درته سنــدرې نـــه کـړم
جبین دې سپین خــو ترې ډاریــږمــه زه
زلــفې منــــګور، درته ســندرې نـه کړم
څـو چــې مــې ورک ارمان را و نه ښیې
مــه کـــوه شــور، درته ســندرې نـه کړم
ای د ( ګـــودر ځاځي ) شهیـــــد وطـــنه
په قبـــر، ګـــور، درتـــه سنــــدرې نـه کړم
ګـــودر ځــــاځی
2013/05/16