مورې چې ته نه وې دنیا ولې وي؟
بیا خو مانا نه لري دا،ولې وي؟؟؟؟
بیا ولې هر اولاد ګرځیږي ژوندی؟
زړه څنګه اور نه اخلي سا ولې وي؟
چې د مور نوم اخلي خو نه وي ځواب
داسې وختونه پر هر چا ولې وي؟
عمر دې ډير شه در قربان شه(ګودر)
بغیر له تا ارض و سما ولې وي؟
د مور ورځّې په ویاړ 1392
ستاسو کشر ستاسو ګودر
مورې