زه اوبه نه یم جانانه – ګودر ځاځی

زه اوبه نه یم جانانه
څه چې ته یې داسې زه نه یم جانانه
سين سحر شو ، لا ویده نه یم جانانه
زه دا ستا پر سر بدي‌ د کلي‌ اخلم
ښه پوهیږم ، ستا په زړه نه یم جانانه
ها به ته نه یې چې مینې یې ایره کړم
یا دا بل څوک دی او زه نه یم جانانه
ستا له غمه مې د زړه وینې څښلي
ټوکې نه کومه ، ښه نه یم جانانه
د هجران لیوه دې تندې دی نیولی
ورته وایه ، زه اوبه نه یم جانانه
اوس دې هم لارې څارمه لیونیه
لا خو ستا یمه ، واده نه یم جانانه
د هر څه دې پوروړې یم ( ګودره )
اوس په ګور یم، په کاله نه یم جانانه
په غزلیزه مینه !!
ګودر ځاځی
د ۲۰۱۴ د جولای ۲۷ مه
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *