ته راته مه وایه چې نه راځمه – ګودر ځاځی

ته راته مه وایه چې نه راځمه
هسې هم نور ستا له نازونو څخه
ستړی یمه
ته به په خپله راځې یاد یې لره
ځکه چې دلته دې یو کور جوړ کړی
دا کور خو هم څښتن لري او کنه ؟
نن خو دا خلک خپل کورونه هم
ساتلی نه شي
نو
ته به په چا ساتې دا خپله بنګله؟؟
که ته دا فکر کړې چې خرڅه به شي
ګرانې دا یوځلې اخیستې ده تا
او پکې اوسې به ته
زه هم فقیر یمه ،زورواکی نه یم
چې ستا بنګله به په بل چا خرڅوم
ستاسو کشر… ستاسو ګودر
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *