په لمر خاته او پریواته مې اکثر لمونځ کړی دی – ګودر ځاځی

په لمر خاته او پریواته مې اکثر لمونځ کړی دی
ستا په کاته او نه کاته مې مګر لمونځ کړی دی
شپې مې د هجر داسې ډيرې تیرې کړي اشنا
د ماسخوتن په اوداسه مې، سحر لمونځ کړی دی
بیا عرفات ته مې د سترګو حاجي نیت کړی دی
دا ستا د کور پر دیواله مې،نظر لمونځ کړی دی
ستاسو کشر… ستاسو ګودر ( ځاځی)
26/مارچ 2014
Share:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *